IQNA

د فلسطینیانو د کوچولو  او پر غزې د سلطې په باب  دټرمپ څرګندونې  ملنډې دي.

6:27 - February 06, 2025
د خبر لمبر: 3490597
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس مسئولانو د فلسطینی ملت د کوچولو په بابب  د ډونالډټرمپ  د څرګندونو په محکومیّت کې د نړیوالې ټولنې او  هیوادونو څخه  دغوښتې په ترڅ کې  روښانه کړې ده ،نړیواله ټولنه باید  د برخلیک د ټاکنې د حق او د نیواکګرۍ د ختمولو لپاره د فلسطینیانو د روا  حقوقو ملاتړ وکړي.

ایکنانیو ز  د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړی،د غزې د خلکو د کوچولو او کډه په سر کولو  په باب د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  تکراري څرګندونو ته  د مفلسطینیو  مسئولانو او مبارزو ډلو ټپلو  دغبرګون په دوام کې د حماس غورځنګ ویندوي عبداللطیف  القانوع  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  له غزې تړانګې څخه  د فلسطینیو خلکو د کډوالولو  په باب د امریکائانو څرګندونې  چې  دمونږ د ملت په ضد ټرمپ  خطرناکې څرګندونې ئې  ترټولو وروستۍ مورد ؤ،  د فلسطین د عادلانه آرمان  دله مینځه وړلو لپاره د سپیرې هڅې په چوکاټ کې  دي.

 عبداللطیف القانوع دغه راز ووئيل، د فلسطین ملت چې تر پنځلسو میاشتو پورې  د  یوه ترټولو جنایتکار پوځ او د ترټولو قدرتمنو پوځي تجهیزاتو په مقابل کې  کلک ودرید، هماغه شان  خپل ټاتوبی ته  پابنده دي او  په هر هغه  بیّه چې وي ،  ددوي د کوچولو لپاره  هیڅ ډول پلان او پروژه نه مني.

 هغه زیاته کړې ده ، مونږ  له نړیوالو هیوادونو او نړیوالې ټولنې  غواړو چې د فلسطین دم لت د کډوالولو  په باب د ټرمپ څرګندونې  دې رد او محکومې کړي او  د ف د خپل برخلیک د ټاکنې د حق او دغه راز د نیواکګرۍ د ختمولو لپاهر دې د فلسطینیانو د روا حقوقو ملاتړ وکړي.

همدرااز د فلسطین د حماس غورځنګ  ویندوي حازم قاسم  هم د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  د تکراري څرګندونو په  غبرګون کې  وئیلی وو، د غزې د اوسیدونکو لپاره  له  دغه ځایه  له وتلو برته بل هیڅ  ټاکنه  نشته ، ووئیل، مونږ له غزې د فلسطین د خلکو دکوچولو په باب  د ټرمپ  څرګندونې  به سخته محکوم کوو.

 هغه دغه راز وئيلی دي،  دغزې تړانګې د بیارغولو  بهیر  د  هغو د خلکو د کډه په سرکولو پرته  هم ترسره کیدلی شی، نه داسې چې صهیونیسټي افراطیان ئې غواړي.

 د حماس غورځنګ  دغه مشر ووئيل د فلسطین ملت او د  هغو ژوندی ځواک دعربی او اسلامی امت او د نړۍ د پتمنو په ملاتړ سره به د اجباري کوچولو  او کډه په سر  کولو ټول پلانونه  ناکامه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4264206

captcha